فرهنګ

له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د کاپي رايټ امريت  نن  د عامه کتابتون  د بډاينې   او دکتاب لوستلو فرهنګ د رواجولو په خاطر د عامه کتابتون رئيس ته شپږ سوه  ډول ډول  کتابونه ورکړل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دغه کتابونه  په بيلابيلو  علمي ، فرهنګي ، هنري  او ادبي برخو کې دکورنيو ليکوالانو له خوا چاپ  او د کتاب د نړيواله شمېره يا  شابک ( آى اس  بي   ان   )  شمېر ه پرې ليکل شوې ده.
د عامه  کتابتون رئيس  وحيدالله شهراني دغه کار  دهېواد د خلکو د معلوماتو د زياتوالي او بډاينې په لاره کې   ګټور ګام وباله  اوله ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې عامه کتابتون ته په مراجعه  کولو سره  د دغو کتابونو له محتوياتو څخه ګټه واخلي.
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت  دکاپي رايټ  امريت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې په مجموعي ډول په ټولنيزو ، سياسي ، فرهنګي ، هنري  او ادبي برخو کې   دوه زره ټوکه کتابونه عامه کتابتون  ته ورکړي دي .
دآثارو په  چاپ او خپرولو کې دکتاب د نړيوال معياري شمير يا (شابک )  يا ( آى اس  بي  ان  ) له شمير څخه په استفادې  برسيره پردې چې په ملي او نړيواله  کچه دناشر او خپرونې مشخصات معرفي کوي او ادبې آثارو ته نړيوال باور ورکوي   په سيمه کې  د ناشر اوليکوال د فعاليتونو  د ودې  سبب هم کيږي او په نړيوالو نندارتونونو کې    دچاپ شويو اثارو دګډون زمينه برابروي.پاىجذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته