خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت کوچيانو ته ګرځنده ښوونځي جوړوي

کابل، زمري ۹مه، باختر
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت کوچیانو ته د ګرځنده ښوونځیو د جوړولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې د کوچيانو چارو سمون رياست د يونيسف مرستندويه ادارې سره يوې هوکړې ته رسيدلی چې له مخې به یې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کوچي ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځي جوړ کړي.
د سرچینې په خبره دغه ګرځنده ښوونځي به له کوچي ماشومانو سره د ښوونیز بهير په جاري ساتلو کي ډېره مرسته وکړي.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چازو وزات په دې اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کوچیانو د ګرځنده ښوونځیو او امکاناتو د نشتون له کبله د زده کړو له حق څخه لرې او محروم پاتي شوي دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا