
کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر
د اسلامي امارت د رئيس الوزار د حکم پر بنسټ د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د دوو ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول، چې نن په یاد وزارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په تازه ګمارنو کې مفتی لعل محمد منیب د څړ ځایونو او اقتصادي برنامو ریاست د رئيس په توګه او محمد نادر سنګین د اسکانو او سرخېلانو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې ياد کسان وړتیا ته په کتو سره پر دندو ګمارل شوي او هغوی ته يې د خدای ج نه د ښه کار او خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې نويو ټاکل شویو رئیسانو د اسلامي امارت د مشرتابه له باورڅخه مننه وکړه، او ډاډ يې څرګند کړ چې ورسپارل شوي مسولیتونه به په رښتیني ډول سرته رسوي.
د یادونې وړ ده چې یاد شوي ریاستونه د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د عمومي ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي.
افغانمل