کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
په هرات ولايت کې ديوه مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
دغه کارکوونکي نږدې پنځه ورځې مخکې ديوه مخابراتي انتن دترميمولو لپاره دګذرې ولسوالۍ ته تللي و چې په لاره کې وتښتول شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو ددغو ملکي وګړو مړي نن سهار ترلاسه کړي دي .
ده وويل چې دمخابراتي شرکت دغه کارکوونکي په بې رحمانه ډول وژل شوي دي .
تراوسه پورې ددغو ملکي وګړو دوژنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
خو سيمه ئيز مقامات وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ