خبرونهنړۍ

پاکستان کې د فبرورۍ اتمې نېټې ټولټاکنو ته چمتوالی روان دی

نړۍ, د سلواغې ۱۰ مه, بهرنۍ رسنۍ
ټاکل شوې د را روانې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه د پاکستان پارلماني عمومي ټاکنې ترسره شي او د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون او امنیتي ادارو ویلي، چې دغه عمومي ټاکنیز بهیر ته یې چمتوالی نیولی دی.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې د ټاکنو په ورځ به په ټول هېواد کې ۹۰ زره ۶۷۵ د رایې اچونې مرکزونه فعال وي او ټولټال ۹ سوه اویا زره کسان په بېلابېلو برخو کې د دغه ټاکنیز بهیر چارې پر مخ وړي.
د کمېسیون له لوري په خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، چې د رایې اچونې د ټولو مرکزونو له ډلې ۵۰ سلنه یې ډېر حساس او مهم اعلان شوي دي.
دا مهال د نوماندانو ټاکنیزې هڅې روانې دي او ځینو رسنیو د پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د رایې اچونې پر مهال د امنیتي ګواښونو له احتمالي شتوالي څخه خبر ورکړی دی.
اوس مهال پاکستان د لنډمهالې ادارې له لوري اداره کیږي او ټاکل شوې، چې د راروانو ټاکنو له لارې د دغه هېواد چارې رسمي حکومت او لومړي وزیر ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته