امنیت

په عراق کې په يوموټر کې دځاى پرځاى شوي بم چاودنه.

٧-  بغداد نيويارک تايمز- باختر دتلې دمياشتې ٢١
دعراق په سماره ښارکې پرون په يو موټر کې دځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې څه ناڅه ٢٤ تنه  ووژل شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه چاودنه  هغه وخت رامنځته شوه چې دلوى اختر په ورځو کې مغازې له پيرودونکو څخه ډکې وې . په دې چاودنه کې يو ديرش تنه ټپيان شوي دي .
تراوسه  پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى. خو دسني مذهبه اسلامپال  يرغلګر او دالقاعده له شبکې سره اړونده  نور يرغلګر په عراق کې په روان کال کې په سياسي او مذهبي تاوتريخوالو کې ښکيل دي .
د  وار انترنټي سايټ  په عراق پرون د نورو تاوتريخوالو او دبم ايښودلو د سردزيان شمير ٤٧ تنه ياد کړى دى  .
زياتره کسان دعراق په ځينو سيمو کې د مقناطيسي بمونو په چاودنو او د ډزو له امله وژل شوي دي .
په روان ميلادي کال کې په عراق کې څه دپاسه ٦٠٠٠ تنه په چاودنو او ترورستي بريدونو کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته