خبرونهامنیتټولنه

د سره صليب نړيوالې کمېټې د فراه له بندیانو سره مرسته وکړه

کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر

د سره صليب نړيوالې کميټې پرون په فراه کې پر ٤٤٠ بنديانو د روغتيا ساتنې بستې او د پخلنځي وسایل ووېشل.

د فراه ولايت د امنیې قوماندانۍ د ولایتي محبس آمر مولوي لعل محمد ذاکري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د سره صليب نړيوالې کميټې د فراه ولايت پر ٤٤٠ بنديانو د روغتیا ساتنې بستې او د پخلنځي وسایل ووېشل.

ذاکري له يادې ادارې څخه په فراه ولايت کې په نورو برخو کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا