امنیت

په پکتيا کې څلور تنه پوليسان د طالبانو په کمين کې شهيدان شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٩
څلور تنه پوليسان دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښارکې د طالبانو په کمين کې شهيدان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فداګل ځدران دباختر آژانس خبريال ته وويل : څلور تنه پوليسان چې دګرديز ښار دجهادمينې دپلټنې په پوسته کې دهغو وسايطو په پلټنې بوخت و چې له زرملى ولسوالۍ څخه دګرديز ښارته روان و د طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې او څلور تنه پوليسان شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دقضيې دعاملينو دموندلو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته