ټولنه

د سالنګونو لويه لاره پرانستل شوه

٢٣- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې مسوول وايي چې د سالنګ لويه لاره د واورې د سخت اورښت له امله تړل شوې وه، د سالنګونو د ساتنې او څارنې د مسوولينو د هلوځلو په پايله کې پرانستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست سرپرست عبدالبشير افغانزوي باختراژانس ته وويل اوس په جنوبي سالنګ کې توپان په بشپړه توګه پاى ته نه دې رسيدلى .
او د دغې لويې لارې په بېلابېلو سيموکې د پاکولو کار دوام لري .
هغه له موټر چلوونکو وغوښتل چې په دغه لويه لاره کې د تګ راتګ په وخت کې خپل وسايط په ژمنيو وسايلو سمبال کړي او د سالنګونو د موظفينو لارښوونو ته پاملرنه وکړي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته