امنیت

په ننګرهارکی (۳) تنه شکمن کسان نیول شوی او(۵)سپکه وسله او یوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

ننګرهار – باختر/ د کب دمیاشتې ٦ مه
د ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ کرکوپه سیمه کې تېره ورځ دملی پولیسو ځانګړی قطعی منسوبانوچاڼیزعملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یی دغه سیمه تصفیه اوتلاشي شوې ده.
دملي دفاع وزارت باخترآژانس ته خبرورکړ
دراپورونوله مخی دتصفیه اوتلاشی پرمهال (۳) تنه شکمن کسان نیول شوي او(۴)کلاشینکوفونه (۱)تومانچه (۱۰)شاجورژورنه (۲۲۵)دسپکووسلومرمی او(۲)پرتلی دامنیتی ځواکونولاسته ورغلي دی.
دیادونی وړده چی یادشکمن کسان اونیول شوی وسلی اومهمات دپلټنوپه موخه دیادی قطعی منسوبانوله ځان سره انتقال کړې دي.
د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو  ته زيان نه دی اوښتی .پاى- سعيده .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته