امنیت

په ننګرهارکې د داعش په سنګرونو خونړى هوايي بريدونه

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو د هوايي بريدونو د نويو څپو ډګر و.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعشيانو په سنګرونو شوي دي.
لومړى بريد تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو شوى دى .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د افغانستان د هوايي ځواکونو په دې بريدکې ١٣ تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دې بريدکې د مامند، باندر او جنجال شکه په کليوکې د داعشيانو څو سنګرونه او د جنګي وسايلو څو ډيپګاڼې له منځه تللې دي .
ديوبل له مخې:
څلور تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه د اچين په ځينو سيموکې کله چې په خپل په پټنځي کې د يو لړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ هوايي بريد وشو.
دافغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان وايي: په دې هوايي بريدکې څلور تنه داعشيان ووژ شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې اووه تنه داعشيان د اچين او ګوټ په ولسواليو کې د ماين ښخولو په وخت کې د افغانستان د هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول.
ويل کيږي، په دې هوايي بريدکې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته