امنیت

څلورويشت تنه ډار اچوونکي په نادعلي کې ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
دهلمندولايت په نادعلي ولسوالۍ دهوايي بريد له امله  ٢٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي   دي.
دملي دفاع وزارت وياند  دولت وزيري  باختر آ ژانس ته وويل :
دهېواد هوايي ځواکونه هلې ځلې کوي  چې د ډارا چوونکو ځالې  ، دماين  جوړولو کارخانې ، دسوق او ادارې سيمې ، دښوونې او روزنې اود راټوليدو    په مرکزونو  بريدونه وکړي.  چې د ډار اچوونکو فعاليتونه  ډب  او آن  بند شي.
څرنګه چې پرون مازيګر دپنځو بجو په شاوخوا کې دهلمند دنادعلي ولسوالۍ په شاوخوا کې ددښمن په يوه قرارګاه دهوايي بريد له امله   ٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز دنادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې تيره شپه   په يوه نيمه بجه 
ديوبل هوايي بريد له امله  چې ددښمن دماين  جوړولو په يوه ستره کارخانه وشو 
دغه کارخانه په بشپړه توګه ويجاړه شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته