کابل باختر د ليندي دريمه :
دتخار ولايت دفرخار ولسوالۍ دقاري عبدالعلي شهيد دمنځني ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ دالمان هيواد له مرستو څخه دڅلورو مليونو او اته سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
دتخار ولايت دپوهنې رييس عبدالقادر افغان نن دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ په يوه پوړيز کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوى او اته درسى او دوه اداري خونې لري .
ده زياته کړه چې مخکې له دې ددغه ښوونځي زده کوونکي په هغو ړنګو ودانيو کې چې ددغې ادارې له خوا په کرايه اخيستل شوې وې په زده کړې بوخت و .
دتخار په ولايت کې له شپږو سوو څخه زيات ښوونځي شته چې دسيمه ئيز مقاماتو دڅرکندونو له مخې ددغو ښوونځيو په سلوکې دوه پنځوس يې ودانۍ نه لري .
0 1 دقیقه لوستل