نړۍ

يوې سختې زلزلې يوځل بيا هند او نيپال وجړقول

کتمندو- بى بى سي – باختر د ثور دمياشتې ٢٢
د ريکټر په مقياس د 7.4 درجو په سختوالي يوې زلزلې نن نيپال وجړقاوه.
د دغې زلزلې ټکانونه دومره سخت و چې د هند په ځينو سيموکې هم احساس شوي دي.
د امريکا د ژئو فيزيک مرکز ويلي دي چې دغې زلزلې ٣٠ ثانيې دوام وکړ او د خلکو د ويرې او ډار سبب شوه او په نيپال کې د دغې زلزلې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تيرې زلزلې له امله چې سختوالي يې د ريکټر په مقياس ٧.٩ درجې اټکل شوى و؛ څه ناڅه ٨ زره تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته