ټولنه

په غزني کې د پوستين ګند لو کار کمښت موندلى دى

کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
په تېرو کلونوکې په غزني کې څه دپاسه ٥٠٠ تنه د پوستين په ګنډلو بوخت و خو اوس يواځې يوتن دغه کار ته دوام ورکوي.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د پوستين ګندلو صنعت يو وخت په غزني کې له مشهورواو اقتصادي صنايعو څخه و، خلکوله دغه صنعت څخه په استفادې سره ژمني جامې برابرولې.
په تېرو کلونو کې په غزني کې څه د پاسه ٥٠٠ تنه د پوستين په ګنډلو بوخت و خو په دې وروستيو وختوکې دغه صنعت هېر شوى دى او اوس يواځې يو تن په غزني کې د پوستين په ګنډلو بوخت دى.
عبدالودود څه د پاسه ٤٠ کلونه کېږي چې د پوستين ګنډلو له صنعت څخه په استفادې سره د پسه له پوستګي څخه جليقې، کوټ او خولۍ جوړوې اوپه زياتو ستونزو سره بريالى شوى دى چې دغه صنعت ژوندى وساتي.
انسانانو پخوا له پوستين څخه د جامو په توګه استفاده کوله خو د وخت په تېرېدو سره يواځې د ژمي په موسم کې له هغه څخه استفاده کېده ، اوس هم پوستين زيات مينه وال لري د نړۍ په بازارونوکې خپل ځاى ساتلې دى خو په غزني کې لږ شمېرخلک ورڅخه استفاده کوي .
غزني د هېواد له غرنيو اوځنګل لرونکو ولايتونوڅخه دى مخکې له دې د ليوه، ګېدړې او سورلندۍ له پوستکې څخه د پوستين ګنډلو په صنعت کې استفاده کېده خو اوس د ښکار د نشتوالې په دليل يواځې د پسه په ګډون د اهلي څارويو له پوستکې څخه استفاده کېږي.
د کورنيو پېرودونکو ترڅنګ د هېواد يوشمېر اوسيدونکي د څارويو له پوستکو څخه جوړ شوي بالاپوښونه اوس هم د غزني د سوغات په توګه بهر ته وړي .
د دغه تاريخي ښار امنيت د دغه صنعت په بيا احيا کولو کې مهمه مسئله بلل شوې ده هغه موضوع چې نه يواځې د پوستين ګندلو صنعت له ډب سره مخ کړى دى بلکې د خلکو د ژوندانه په ټولو برخو ناوړه اغېزه کړې ده.
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته