فرهنګ

دهېواد دنومياليو هنرمندانو داحوالو بيانوونکي کتابونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته ورکړى شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دډاکتر عنايت الله  شهراني  داثارو دوه عنوانه  کتابونه  نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړى شول .
  دغه کتابونه  دساز او اواز درافغانستان او صورت ګران معاصر  افغانستان تر عنوانونو لاندې دي چې دکابل پوهنتون دپخوانى استاد ډاکتر عنايت الله شهراني  له خوا  ليکل شوي دي  او نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو درييس اودډاکترعنايت الله شهراني داستازي حميدالله شهراني له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري ته  ورکړى شول .  په دغو کتابونو کې  دهېواد  نوميالي  انځورګر ، ليکوال او څيړونکى  ډاکتر عنايت الله شهراني دسلګونو تنو سپين ږيرو ، سندر غاړو ، غږوونکو او دموسيقي  دنورو هنرمندانو او دهېواد  دنوماليو انځورګرانو دژوندانه حالات  بيان کړي دي  چې د څيړونکو او د  مينه والو داستفادې په مقصد دملي ارشيف  کتابتون ته  ورکړى شول. دغه کتابونه په ډاکتر عنايت الله شهراني پورې منحصرې نسخې دي چې په رنګه ډول  چاپ شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته