کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
يو ويشت تنه په قندهار ولايت کې دجنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
پوليس وايي چې دغه کسان دعملياتو او پلټنې په بهير کې ددغه ولايت په سيمو کې ونيول شول .
دقندهار دپوليسو يوه خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دغلا ، وژنې ، شوکمارۍ ، دنشه يي توکو دپلورنې او پيرودنې او انسان تښتونې تور لګول شوى دى او له دوى څخه يوه اندازه جنګي وسايل او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم