کابل باختر دسلواغې لومړي :
په کندز ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتوپه بهيرکې تېره شپه د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د پامير د شلمې فرقې يو تن مسوول غلام حضرت کريمي رسنيو ته وويل: دغه عمليات چې دافغان کوماندو ځواکونوله خوا دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په ځينو سيموکې ترسره شول؛ د څلورو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدوبرسيره د وسله والو طالبانو د ډلې يوه زياته اندازه جنګي تجهيزات هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ