امنیت

د طالبانو يو قوماندان په فراه کې ووژل شو

کابل باختر د سلواغې اوومه
د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان پرون په فراه ولايت کې ووژل شو .
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان ملا اسمعيل د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو .
  د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې وسله والوطالبانو د بالابلوک ولسوالۍ د پير دنبال د کلي په امنيتي پوستې د بريد نيت درلود خو په دې کار بريالي نه شول .
ده وويل چې ددغې جګړې په بهيرکې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ختم _ ج  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته