اقتصاد

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

 جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې په درې نیم زره جریبه ځمکه کې د نږدې اتیا میلیونو افغانیو په لګښت د ملکي هوایي ډګر د لومړۍ برخې جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د هوايي ډګر د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د ملکي هوايي ډګر چارې بايد پخوا پيل شوې وې؛ خو د هرې لويې پروژې تر شا بېلابېلې ستونزې وي او تطبيق يې وخت ته اړتيا لري.
هغه له جمهور رييس څخه د کابل او کونړ سيندونو لپاره د استنادي ديوالونو، پنځه سوه ميګاواټه برېښنا، د جلال اباد ښار د انکشافي پلان تطبيق، د ننګرهار کانال، د دې ولايت کرنيزو توکو ته د بازار موندنې او شپږ سوه بستريز روغتون د مجهز کولو غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رییس قاسم وفي زاده وویل: د دې ملکي هوایي ډګر په ټولو چارو به له ۳۶ څخه ترڅلوېښتو میلیونو امریکایي ډالرو پورې لګښت راشي چې په لومړي سر کې به یې د هوايي ډګر لومړنۍ چارې تر سره او په دويم فيز کې به يې د رن وی، ټکسي وی، ترمینل او نورې چارې تر سره شي.
هغه وويل: که په کابل هوايي ډګر کې وضعيت سم نه وي؛ نو الوتکې په مزار او يا پېښور کې ناستې کوي؛ خو د دې هوايي ډګر په جوړېدو سره به د الوتکو مصئونيت خوندي او په دې برخه کې به ستونزه حل شي.
وفي زاده زیاته کړه: د ختيځ زون د ملکي هوايي ډګر چارې د جمهور رییس له لوري څارل کېږي او هيله يې وښوده، چې په ټاکلي وخت سره به له هر ډول خنډ او ځنډ پرته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه وايي: دغه نړيوال ملکي هوايي ډګر د ختيځې سيمې فرهنګ ته په کتو جوړېږي او زياته يې کړه، چې په دې سره به د هېواد مارکيټونه وصل او وطني توليداتو ته به د خرڅلاو ښه زمينه برابره شي.
د جمهور رییس د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي وویل: د ملکي هوايي ډګر د چارو په پيل کېدو لس کاله وړاندې ترانسپورت وزارت کې کار شوی و؛ خو بيا وځنډيد، جمهور رییس دا ځل هوایي ډګر منظور او د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې یې پیل شوې.
د چارو ادارې رییس ژمنه وکړه چې د نورو ولایتونو په ګډون به ټولې هغه ژمنې چې جمهور رییس د ننګرهار له خلکو سره کړې دي، په جدي ډول تعقیب کړي او هغه چې نه عملي کېږي، په اړه به یې ولس ته واضح لامل څرګند کړي.
په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل وويل: له مشرقيوالو سره د جمهور ریيس د ژمنو څخه يوه لويه ژمنه یې د ماموریت په پیل سره، سرته ورسېده او هيله يې وښوده، چې نورې پروژې به هم پيل شي.
یارمل زیاته کړه چې په دې وروستيو کې نورستان د ملي پارک په نوم اعلام شو، چې د ملکي هوايي ډګر په جوړېدو سره به ختيځ ته د نړيوالو سيلانيانو راتګ زيات شي او په دې سره به دا سيمه ځانګړی ارزښت خپل کړي.
د ملي او ولايتي شورا د غړو په استازيتوب د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون، د ښځو په استازولۍ صبرينا حميدي او د ګمبیري خلکو په استازۍ عبدالرحمن معاون د ملکي هوايي ډګر د چارو په پيل کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې ختيځوالو په بېلابېلو برخو کې ډيرې قربانۍ ورکړي او بايد جمهور ریيس دې سيمې ته په انکشافي برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
دوی د ملکي هوايي ډګر جوړېدل اړين وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې په دې سترې پروژې کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره او چارې يې له ځنډ او خنډ سره مخ نشي .
دوی همدا راز د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو، د اسلامي پوهنتون چارو په اساسي ډول تر سره کېدو، د اوبو بندونو جوړېدو او د برېښنا ستونزې د حل غوښتنې هم وکړې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته