امنیت

دملي دفاع وزارت : دبدخشان په جرم کې حالات ارام دى او کومکي کسان ساحې ته رسيدلي دي .

کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
دملي دفاع وزارت مقام وايي  چې کومکي  ځواکونه دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ ته استول شوي  دي او حالت ترکنترول لاندې دى .
دباختراژانس دخبر له مخې، دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر وايي چې کومکي ځواکونه دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ ته استول شوي او حالت ترکنترول لاندې دى .
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر په داسې حال کې  دبدخشان په جرم  کې دحالاتو په باب خبرې کوي چې دجمعې په شپه يوشمير وسله والو کسانو چې زياتره يې بهرنيان وو دافغان طالبانو په لارښوونه اومرسته په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل او څه ناڅه  شپږ ساعته يې دملي اردو له عسکرو سره جګړه وکړه .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې دنښتې په بهير کې  وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى او تر اوسه پورې  د ٢٠ تنو يرغلګرو وژل کيدل تثبيت  شوي دي خو دمخالفينو دسردزيان شمير څو برابره زيات ده .
ددغې جګړې په وژل شويو کسانوکې دتاجکستان داسلامي تحريک يوغړى محمد اسلام چې په القاعده پورې تړاو لري  هم  شامل دى.
شپږ تنه نورتاجکي  اتباع هم دجرم په نښتو کې  وژل شوي دي .
دوژل شويو کسانومړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
له بلې خوا دملي دفاع وزارت مقامات دا ادعا ردوي چې ګڼې دملي اردو دځواکونو دسردزيان شمير له ٥٠   څخه اوړي .
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي  دفتر ټينګار کوي چې په دې نښته کې دملي اردو ٣٣ تنه افرادزيانمن شوي دي چې څو شهيدان څو تنه ټپيان او يوشمير بې درکه کسان پکې شامل دي .
همدا اوس په جرم کې حالات ارام دى کومکي ځواکونه ساحې ته استول شوي دي او له نورو امنيتي ځواکونوسره يوځاى دخپلو سنګرونو په ټينګولو بوخت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته