امنیت

د افغان خبريال سردار احمد شهيد زوى ابوذر کاناډا ته وليږدول شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
د افغان خبريال سردار احمد شهيد زوى ابوذر د درملنې لپاره نن د الوتکې په واسطه کاناډا ته واستول شو.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د سردار احمد شهيد زوى ابوذر چې څه موده مخکې په کابل سرينا هوټل کې د وسله والو طالبانو په بريدکې ټپي شوى و؛ نن د درملنې لپاره کاناډا ته واستول شو.
د ابوذر کاکا تورچ په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کاناډا او ترکيې هيوادونو سفارتونو له موږ څخه د ده د درملنې غوښتنه کړې وه .
موږ وپتيله؛ چېرته چې ښه درملنه وشي؛ ابوذر هماغه ځاى ته ليږدو او اوس کاناډا ته بيايو.
طالبانو د نوروز په شپه په کابل سرينا هوټل په تروريستي بريد سره درې تنه ملکي وګړي ووژل .
افغان خبريال سردار احمد د خپلې کورنۍ له غړو سره په دې پيښه کې شهيد شو او د ده يواځې يو کوچنى زوى ابوذر په داسې حال کې چې ټپي شوى و؛ له دغې پيښې څخه ژوندى پاتې شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته