کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
د جوزجان ولايت پوليسو درې تنه د انسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړل.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ دوه تنه ماشومان او يو تنکى ځوان تېره شپه کله چې د انسان تښتوونکوله خوايونامعلوم ځاى ته لېږدول کېدل د شبرغان ښارپه مربوطاتو کې د شبرغان دګارنيزيون د منسوبانو له خوا د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړاى شول.
د دغې پېښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي.
د امنيتي مسوولانو د څرګندونوله مخې ؛ دغه نيول شوي کسان په جوزجان ، سرپل ،. بلخ ، بغلان، فارياب او کابل ولايتونو کې د انسان تښتوونکو له سترو شبکو او بانډونو سره لاس او فعاليت لري . پاى شکريه
0 د یوې دقیقې څخه لږ