سیاست

د افغانستان قوت زموږ د ملتونو په اتحاد او اتفاق کښې نغښتی دی

کابل_باختر د وري د مياشتې ٨ مه
د افغانستان قوت زموږ د ملتونو په اتحاد او اتفاق کښې نغښتی دی.
دغه مطلب د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د کابل د ده سبز او څرخي پله د ولسي شورای له یو شمېر غړو سره د کتنې پر مهال بیان کړ. 
په دې کتنه کې چې د حامد کرزي په دفتر کې ترسره شوه؛ د هېواد په روانو حالاتو خبرې اترې وشوې او برخه والو خپل نظریات او لیدلوري له پخواني جمهور رئیس سره شریک کړل.
حامد کرزي د دوی د وطندوستي د نېکو احساساتو او ژور درک ستاینه وکړه او د افغانانو پرهېوادپالنې، ملي یووالي او ورورولي یې ټینګار وکړ. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته