سیاست

د سنا مجلس لومړى مرستيال: وروستۍ نا امنۍ د بهرنيو استخباراتو کار دى

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
د مشرانو جرګې لومړي نايب نن د افغانستان د واليانو دټولنې دپرانستلو په غونډه کې  په هېوادکې د نا امنيو دوام د بهرنيو استخباراتو دفعاليت زيږنده وباله.
د سنامجلس مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
محمدعلم ايزديار چې په کابل کې د افغانستان د واليانو د ټولنې دپرانستلو په غونډۀ کې خبرې کولې؛ د دغې  غونډې دجوړولو دهرکلي په ترڅ کې په هېواد کې د روان حالت په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه  چې  په ځانګړې توګه په وروستيو څو مياشتوکې په هېواد کې دبهرنيو استخباراتو دلاسوهنو او دنا امنيو زياتوالى د افغانستان دخلکو ترمنځ دانديښنې د پيدا کيدو سبب شوې دي او د ملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د امنيت دتامينولو په برخه کې دې  پاملرنه وکړي او په دې لاره کې  دې لازم تدبيرونه ونيسي .
دغه راز دسنامجلس لومړي نايب دخبرو په ترڅ کې دالکترونيکي تذکرې له ارزښت او ښېګڼو سره اړيکې ونيولې او زياته يې کړه: يوازينى انتخاب چې کولاى شي په انتخاباتوکې د جعل او تقلب مخه ونيسي؛ له الکترونيکي تذکرې څخه ګټه اخيستنه ده .
ده ټينګار وکړ: د دغه ملي بهير د لارې پرسر هيڅ راز خنډونه نشته او اړونده مسوولين دې د دغه بهير په پيلولوکې هڅه او هاند وکړي.
دغه راز ايزديار د انتخاباتي نظام د اصلاح د کميسيون په جوړولوکې دملي وحدت دحکومت د مشرانو چې دملي وحدت دحکومت دموافقه ليک يوه اصلي ماده بلل کيږي؛ هرکلى وکړ او په انتخاباتي نظام کې د بنسټيزو اصلاحاتو، د وګړني نظام د پياوړتيا، په انتخاباتي بنسټونو د خلکو دباور د اعاده کولو، دقانون دواکمنۍ او د انتخاباتي سرغړونو د مخنيوي په لاره کې دکميسيون جوړل اغيزمن  وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته