کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان پرون له خپلو دريو ساتونکو سره په دغې ولسوالۍ کې دماين په چاودنه کې شهيد شو .
باختراژانس دپکتيا دسيدکرم دولسوال شريف کليوال دڅرګندونوله مخې ، خبرراکړ ، چې دغه پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې ددغې ولسوالۍ دامنيه قوماندان دسپرلۍ موټر په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
دهغه دڅرګندونوله مخې ، په دې پېښه کې دسيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان اودرې تنه سرتيري شهيدان او څلور نور سرتيري ټپيان شول .
ختم _ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ