سیاست

د ملي امنیت سلاکار د سن پېترز برګ تروریستي چاودنه وغندله

کابل_باختر د وري د مياشتې١٥مه
دافغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر د روسیې د سن پېترزبرګ ښار د میترو په یوه تم ځای کې د ګڼې ګوڼې پر مهال چاودنه، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول؛ په کلکه وغندله او دا یې یو وحشیانه تروریستي عمل وباله.
ترهګر او د هغوی ملاتړي په سیمه او نړۍ کې د سولې، ثبات او هوسا ژوندانه پر وړاندې وحشیانه او نا انساني هدفونه لري. د افغانستان ولس له تېرو څو کلونو را پدیخوا د دې ډول غمجنو پیښو ترخې خاطرې لري.  د افغانستان دولت او خلک په دې سختو شیبوکې د روسیې له ستر ملت، په ځانګړي توګه د قربانیانو له کورنیو سره ملګري دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته