امنیت

دولس تنه طالبان په جوزجان کې ووژل شول

شبرغان باختر دزمري دمياشتې  ٨  :
دولس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د جوزجان ولايت په مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې له امله  ووژل شول.
د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري د باختر آژانس خبريال ته وويل:  پوځيانو د دغه ولايت د آقچې ولسوالۍ د مرديانو، کټه شاخ، حق نظربچه، چکش او سالتق په کليوکې په طالبانو بريدونه وکړل چې له امله يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
غفوري زياته کړه: د جګړې په بهيرکې د پوليسو يو سر تيرى شهيد او دوه  تنه نور برسيرن ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته