امنیت

دوه سوه تنه ساتنمنان فارغ شول.

-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
په بلخ ولايت کې دوه سوه تنه دساتمنۍ په رتبه فارغ شول.
دغه کسان له يوې روزنيزې دورې وروسته دساتنمنانو له تعليمي مرکز څخه فارغ اوپرون يې دفراغت سندونه ترلاسه کړل او له دې وروسته په بېلابېلو سيمو کې دامنيت دتامينولو لپاره ګومارل کيږي .
دبلخ ولايت دساتنمنانو دتعليمي مرکز قوماندان مل پاسوال محمد يوسف نظري وايي دغو ځواکونو دساتمنانو په توګه دانجينيرى ،حقوقو له وسلې څخه داستفادې ،مخابرې اود ترافيکو په برخو کې زده کړې کړي دي نظري زياته کړه: دغه نوي ځواکونه د ٧٠٧ پامير زون په مشرۍ دهيواد دشمال زون په بېلابېلو سيمو کې دامنيت دتامنيولو لپاره ګومارل کيږي.
ديادونې وړ ده چې دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: له دغه مرکز څخه دڅو تيرو کلونو په بهير کې يو سلو څلويښت زره تنه فارغ او دهيواد په بېلابيلو سيمو کې دامنيت په تامينولو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته