ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو د ستونزو د حل کولو په خاطر يو سيمينار جوړ شو

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د لوړو زده کړو ستونزو د حل کولو او دحل دلارو چارو دلټولو په مقصد پرون د لوړو زده کړو په وزارت کې يو سيمينار جوړ شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې:
دغه سيمينار دهيواد دپوهنتونونو د استادانو د اتحاديې له خوا د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړ شو او هدف يې د لوړو دولتي او خصوصي زده کړو په سيستم کې د شتو ستونزو په ډاګه کول او په معقول ډول هغو ته دحل دلارو چارو لټول دي .
په دې سيمينارکې د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند خبرې وکړې او دفساد د جرړو په ايستلو کې د پوهنتونونو د استادانو د اتحاديې رول، په لوړو زده کړو کې د مثبتو بدلونونو راوستل او د اصلاحي پروګرامونو تطبيق اغيزمن وبلل.
د لوړو زده کړو وزيرې دپوهنتونونو د استادانو د اتحاديې د دغه اقدام له امله په قدردانۍ سره وويل: د لوړو زده کړو وزارت په څو تيرو مياشتو کې د کانکور د شخړې دحل کولو، د بورسونو د ويش په لايحې د نوي نظر د کولو، په بهرکې د محصلانو د ستونزو د څيړنې، په تحصيلي بنسټونوکې د نوي نصاب د تطبيق او په اداري برخو کې د اصلاحاتو د راوستلو په اړوند لازم اقدامات کړي دي .
د لوړو زده کړو وزيرې د پوهنتونونو د استادانو له اتحاديې څخه وغوښتل چې د فساد د جرړو په وچولو، په لوړو زده کړوکې د مثبتو بدلونونو په راوستلو او د اصلاحي پروګرامونو په تطبيق کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
وروسته د هيواد د پوهنتونونو د استادانو د اتحاديې رييس تاج محمد اکبر او د دغې اتحاديې څو تنو غړو د لوړو زده کړو په برخه کې دشتو ستونزو په اړوند خبرې وکړې او د هغو د له منځه وړلو په لاره کې يې خپلې نظريې او پيشنهادونه برخه والو ته وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته