
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت کار روان کړی چې د سرپل، نورستان او کندز ولایتونو لپاره سیمه ییز پلانونه چمتو کړي.
د دغې موخې تر سره کولو په موخه، معلومات او ارقام راټول شوي او د سیمه ییزو پلانونو د ډیزاین او پراختیا لپاره د تحلیل او تجزیې لاندې دي.
تر دې وړاندې د اتو زونونو په کچه د سیمه ییزې پراختیا پلانونه بشپړ شوي چې پلازمینه، ختیځ، سویل، سویل لویدیځ، شمال، شمال ختیځ، مرکزي او لویدیځ زونونه په کې شامل دي.
دغه راز د ډیری ولایتونو سیمه ییز پلانونه بشپړ شوي او دمګړۍ د ځینو ولایتونو لپاره د سیمه ییزو پلانونو د جوړولو چارې روانې دي.
په سیمه ییزو پلانونو کې د سیمو د ودې او پرمختګ په موخه ځینې مسایل لکه: له ځمکې د ګټې اخیستنې تګلارې، صنعتي او استوګنیزې ساحې او دغه راز د جغرافیې، اقتصادي او ټولنیز وضعیت تحلیل په روښانه او مفصل ډول ښودل شوي دي.
افغانمل