ښوونه او روزنه

دکابل د حوزي دکانکور دازموينې دريمه دوره واخيستل شوه

کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

په پوهنتونونو اودلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد دکابل دحوزي دکانکور دريمه دوره ازموينه نن واخيستل شوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې دغه ازموينه په کابل پوهنتون، دکابل په طبي پوهنتون  ، دکابل په پوليتخنيک پوهنتون اودکابل دښوونې اوروزنې په پوهنتون  او دغه راز دلوى جرګي په تالارکې واخيستل شوه .

دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دچارو معين پوهاند بري صديقي دازموينې دبهير دکتنې په وخت کې وويل په دې دوره کې نجونو او هلکانو په گډون دکابل ولايت دليسو دددولسمو ټولګيو دولس زره  پنځه  سوه دوه اتياتنو فارغانو ګډون کړي دي .

ده په دې ترڅ کې  چې په پوهنتونونو  او دلوړو زده کړو په موسسو کې دزياتو ځوانانو اوپيغلو دمنلو دزمينې دبرابرولو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت دهڅو او هاند ډاډورکړ زياته يې کړه که چېري تخنيکي ستونزه رامنځته  نه شي  دکانکور دازموينو نتيجې دروان کال دکب دمياشتي ترپايه پوري اعلاميږي .

دکانکور دازموينې يوې برخه والې پلوشي  هيله وکړه چې دکانکور دازموينوپه بهير او په تيره بيا دنتيجو په څيړنه کې اړونده مسوولين جدي پاملرنه وکړي   او دهر راز سرغړونې مخه ونيسي .

دي وويل په هغو تدبيرونو سره چې دلوړو کړو وزارت دکانکور دازموينو داخيستلو په لاره کې نيولي دي هيله لرم  زيات شمير داوطلبان بې نتيجې اعلام نه شي .

ديادونې وړ ده چې دکانکور دازموينې  ديوسلو شپيتو زرو تنو داوطلبانو له جملې څخه نږدي نوى زره تنه يې چې ازموينه په بري سره تيره کړي په پوهنتونونو او نيمه لوړو  زده کړو په موسسو کې منل کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته