امنیت

دبدر يک په نامه په غزني کې عمليات پيل شول .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
په غزني ولايت کې دملي اردو  دميشتې لوا دقوماندانۍ  مسوولينو ويلي دي چې دبدر يک په نامه دغه ځانګړي عمليات دکابل _ قندهار  په لويه لاره کې دغزني له ښار څخه تر ميدان وردګو پورې پيل شوي دي .
په دغو عملياتو کې به دملي اردو له ګوزارنيزو  ځواکونو څخه هم مرسته وغوښتل شي .
  خبرځاى ددغو عملياتو دپيلولو هدف دکابل _ قندهار  دلوې لارې  دامنيت تامينول وبلل او ويې ويل ،دکابل _ قندهار لويه لاره دهيواد يوه کليدي لاره بلل کيږي چې دناامنيو له امله دغه  لاره دمرګانې لارې په نوم نومول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته