خبرونهاقتصاد

د سرپل د برېښنا رياست عوايد ٥٠ سلنه زيات شوي دي

کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د سرپل د برېښنا رياست مسوولين وايي چې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته تر اوسه پورې د دغه رياست عوايد ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

د سرپل د برېښنا رياست تجارتي مرستيال انجينیر شکرالله د باختر آژانس سيمه ييز

خبريال ته وويل چې دغه رياست د اسلامي  امارت له برياليتوب وروسته تر اوسه پورې څه د پاسه ١٤٧ ميليونه  افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د روان کال  په لومړيو څلورو مياشتو کې څه د پاسه ٥٠ ميليونه افغانۍ راټول کړاى شوي دي، په داسې حال کې چې دغه رياست د تېر کال په لومړۍ ربع کې “پخواني حکومت” شل ميليونه افغانۍ عوايد درلود.

هغه دغه راز وويل چې د سرپل د برېښنا رياست د بغاوي، بولغلي، انګوټ، قشقرې، ايکزک او ګل تيپې  د کليو په ګډون د سرپل په لرو پرتو سيمو کې د څه د پاسه دوه زره کورنيو ته برېښنا تامين کړې ده.

د هغه د څرګندونو له مخې هغو زورواکو چې په تېرو شلو کلونو کې د برېښنا د لګښت پېسې نه دي ورکړي د سرپل د برېښنا رياست د ولايت د مشرتابه په همکارۍ بريالي شوي دي، چې زورواکي د برېښنا د لګښت د پيسو ورکولو ته اړ کړي او دا بهير دوام لري.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا