نړۍ

په ترکيه کې د بم چاودنه

کابل – باختر- دزمري نولسمه :
د ترکيې په استانبول ښارکې نن د پوليسوپه يوه مرکزکې د بم د چاودنې له امله د پوليسو د افسرانو په ګډون اته تنه ټپيان شول.
باختر آژانس د بهرنيو رسنيو له خولې خبر راکړ:
دغه چاودنه د پوليسوپه يوه مرکزکې وشوه چې له امله يې د وګرو په ټپي کيدو سر بېره د ودانۍځينې برخې هم اور واخست او ويجاړې شوې او څېرمه ودانۍ او کابو ٢٠ موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
د ترکيې او د کردي ياغيانو ترمنځ د تاوتريخوالي له زياتوالي سره سره تر اوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
ترکيې په دې وروستيو وختوکې په عراق کې د کردستان د کارګرانو ګوند د سنګرونو پرخلاف پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته