اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې شپاړلس ډالر لوړوالې راغلى دى

کابلباخترد تلې د مياشتې٢٩
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت شپاړلس ډالره لوړوالې راغلى دى. په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٣٤ ډالرو وړاندې کيدل، نن په ١٢٥٠ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٥٠ افغانيو، کويټي په٢٤٠٠افغانيو، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٥٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٧٥٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته