روغتیا

په ننګرهار کې د روغتیاپالانو کار بندیز پای ته ورسېد

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه
په ننګرهار کې له څو ورځو کار بندیز وروسته نن يوځل بیا روغتیاپالانو په کار پیل وکړ.
په دغه ولایت کې له هغې وروسته روغتیاپالانو د کار بندیز اعلام کړ چې په جلال آباد ښارکې د ډاکټرانو اتحاديې رييس ډاکټر نوروز شینواری په بمي چاودنه کې شهيد کړاى شو.
دوی وایي: د مافیایي کړیو له لوري ترې باج غوښتل کېږي او که یې ورنه کړې په مرګ یې ګواښي. دوی امنیتي مسوولین د ښار د امنیت په ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورنوي.
ویل کېږي روان کال په ننګرهارکې ۸۳ روغتیاپالان له بېلابېلو ګواښونو سره مخ شوي دي. درې تنه یې شهيدان شوي، ١١ یې تښتول شوي د روغتیاپالانو ٩ کتنځي په بمونو الوزول شوي او پنځه روغتیا پالان له هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته تللي دي .
په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي اداره د روغتیاپالانو کاربندیز د حل لار نه ګڼي او زیاتوي چې د روغتیاپالانو د خونديتوب لپاره يې هڅې روانې دي.
د ننګرهار د والي  ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي: د روغتیاپالانو پر وړاندې یې ستونزې له پامه نه دي غورځول شوې او هڅې پيل شوې چې له دوی سره له سلامشورې وروسته ورته د حل لار پیدا کړي.
ټاکل شوې ده د ننګرهار د والي په وړانديز او د ملي امنيت شورا په همغږۍ روغتیاپالان نن د ويډيو کنفرانس له لارې، د حل په موخه خپلې ستونزې له جمهوررییس سره شريکې کړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته