روغتیا

د عامې روغتيا وزارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په درشل کې په نشه يي توکو د سلو روږدو کسانودرملنه کوي

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د عامې  روغتيا وزارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو دسلمې کاليزې په درشل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې د سلو روږدو کسانو درملنه پيل کړې ده .
د باختراژانس خبريال خبر راکړ ، د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان معينې ډيوې صمد په هغو مراسمو کې  چې په همدې مناسبت پرځاى شوي و وويل، چې دنشه يي توکو کارول په هېواد کې په يوې سترې ستونزې بدل شوي دي .
هغې د روږدو کسانو د درملنې  د زمينې د برابرولو  په لاره کې د عامې روغتيا وزارت دکړنو يادونه وکړه او زياته يې کړه، دغه وزارت د هېواد په دوه دېرشو  ولايتونوکې  د روږدوکسانو د درملنې  ٨٦ نوي مرکزونه  جوړ کړي دي، چې په دغو مرکزونو کې په يوه کال کې په نشه يي توکو دکابو څلويښتو زرو تنو  روږدو کسانودرملنه کېږي .
صمد زياته کړه،  چې د کورنيو چارو وزارت دنشه يي توکو د پلورنې  او قاچاقو دکمښت په کار کې ارزښتناک  رول لري  او اړوند بنسټونه بايد له دغه وزارت سره هراړخيزه همکاري  وکړي، تر څو په هېواد کې  دغه ويجاړونکې پديده له منځه لاړه شي .
د چارو د ادارې د لوى رياست استازي  ډاکتر عبدالبصير رحماني په دغو مراسمو کې  خبرې وکړې او ويې ويل: نشه يي توکي يوه ويجاړونکې پديده ده چې نن ورځ  يې د ګڼ شمېر  ځوانانو فزيکي ځواک تر اغېزې لاندې نيولى دى.
د نشه يي توکو مافيا په کال کې  په نړۍ  کې د نشه يي توکو له کرکيلې او قاچاقو څخه څه دپاسه دېرش مليارده ډالره ګټه  اخلي او په نړۍ کې په کال کې کابو  ٦٠٠  ټنه هيروئين توليدېږي.
ديادونې وړ ده چې دغه روغتون  مخکې له دې په نشه يي توکو د سلو روږدو کسانو درملنه کړې او رخصت کړي يې  دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته