(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د سرپل د کانونو او پټرولیم ریاست نږدې ۲۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

 کابل، د وري ۲۴مه، باختر

د سرپل د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۸.۹ میلیونو افغانیو عوایدو راټولولو خبر ورکړی دی.

د سرپل د کانونو او پټرولیم رییس عبدالسمیع اسحق زي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل،چې تېر کال د مستوفیت ادارې له خوا ورته  ۳ میلیونه ۱۴ زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و، خو دوی وکولای توانېدلي، چې له ټاکلي هدف څخه څو برابره زیات عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

په همدې حال کې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د یاد ولایت د کانونو ریاست کړنې وستایلې او ټينګار یې وکړ، چې کانونه د افغانستان ملي شتمني ده او د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو له بېلابېلو برخو څخه د اغېزمنې استفادې او دوامدارې ساتنې په موخه هڅه کوي چې د کانونو په سکتور کې له خپلو عوایدو څخه د اقتصادي ودې او د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا