سیاست

د کابل پروسه د سیمه ییزې اجماع په ښه والې کې مهم رول لوبوي

کابل باختردکب دمياشتې١٠ نيټه :
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کابل کنفرانس په څنډه کې د امریکا دمتحده ایالاتو د ملي امنیت شورا دفتر د مرکزي او جنوبي آسیا له پاره د عمومي رییسې اغلې لیزا کورټیس سره وکتل.
دملي امنيت سورا سلاکار مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل پروسې پر پایلو خبرې وکړې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د عملي همکاریو د پیل له امله د افغان حکومت هڅې و ستایلې، په دې کتنه کې د کابل پروسې د پریکړو او راتلونکو برنامو پر عملي تعقیب بحث وشو.
آغلې لیزا کورټیس وویل، چې د کابل پروسې په ناسته کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې له پاره د د مشترکې اجماع او نظرونو یوالی د سیمې د امنیت او ثبات سره مرسته کولی شي. اغلي کورټیس وویل، چې د کابل پروسې بله لاسته راوړنه دا ده، چې دهېوادونو ترمنځ د همغږیو او همکاریو څرنګوالی د خبرو له پړاو څخه د عمل پړاو ته داخلیږي، چې پایلې به یې مثبتې وي. لیزا کورټیس افغان لوري ته وویل، چې د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د جمهوررييس ټرامپ د ستراتيژۍ تطبیق د پام وړ لاسته راوړنې لري او جمهوررييس ټرامپ له افغانانو سره پر خپلو تعهداتو ولاړ دی.
دملي امنیت سلاکار د کابل پروسې د عملي کیدو په برخه کې د ټولو ګډونوالو په ځانګړي توګه د امریکا دمتحده ایالاتو له همکاریو څخه مننه وکړه.
اتمر د کابل پروسې د پریکړو او په ناسته کې له وړاندې شوې طرحې د څرنګوالي ترڅنګ په سیمه کې د ترهګرۍ د پراختیا پر خطر امریکايي پلاوي ته معلومات ورکړل.
اتمر همدارنګه وویل، چې د کابل پروسې ناسته به د ترهګرۍ د مبارزې او سولې په برخه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اعتماد فضا پراخه کړي.
په دې ناسته کې د سیمې پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته