سیاست

جمهور رئیس غني په کابل او ننګرهار کې ننني ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل

کابل_باختر د وري د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند کمریو سیمه کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو  پر موټر او د کابل – جلال اباد په لویه لاره سبز اباد سیمه کې د محصلانو پر موټر هغه ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل، چې له امله یې د پوهنې وزرات یو شمېر کارکوونکي او محصلان شهیدان او ټپیان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
جمهور رئیس غني د یاد برید د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنانو د دغو بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا وښودله چې دوی زموږ د ګران هېواد د ترقي او پرمختګ مخالف دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دا چې د افغانستان دښمنانو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جنګ توانایي له لاسه ورکړې، نو په عامو خلکو بریدونه کوي.
محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي، ټپیانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته