خبرونهښوونه او روزنه

د سرپل پوهنې رياست ممتاز او نوښتګر زده کوونکي وستايل

کابل، د وږي ١٥ مه، باختر

د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې پرون ممتاز او نوښتګر زده کوونکي ستایلي دي.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د سرپل د پوهنې رييس مولوي محمد رحماني په جوړه شوې ستاینغونډه کې وویل چې د دغه پروګرام د جوړولو موخه د زده کوونکو تشویقول دي او زیاته کړه چې د یوې ټولنې پرمختګ د ځوانانو په سالمې روزنې پورې اړه لري.

د سرپل والي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه وويل چې زده کوونکو د علم زده کولو لپاره ډېرې هڅې کړي او ځانونه یې د محمد(ص) په سنتو برابر کړي، تر څو په راتلونکي کې ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د يادونې وړ ده په دې غونډه کې د برقي او پوځي وسایلو سربېره د زده کوونکو نور اختراعات هم نندارې ته وړاندې شول.

په پاى کې ممتاز او مخترع زده کوونکي وستایل شول.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا