امنیت

په زابل کې يوسړى له يوې اندازې نشه يي توکوسره ونيول شو

کابل باختر دوږي  دولسمه
په زابل ولايت کې يوسړى له يوې اندازې نشه يي توکو سره ونيول شو .
پوليس وايي چې دغه سړي د هيرويينو کڅوړي په يوه مسافر وړونکي بس موټر کې له ځان سره ليږدول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د نشه يي توکو کڅوړي په مهارت سره د دغه سړي  په وسايلوکې ځاى پرځاى او په موټر کې ايښودل شوي و.
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغه سړي څخه لس کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شوي دي.
دهمدې خبر له مخې: اوولس تنه په زابل ولايت کې په جنايي پيښوکې دلاس لرلو په تور نيول شوي دي .
پوليس وايي چې نيول شويوکسانو د غلا، شوکمارى، وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو په ګډون پيښوکې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته