کابل باختر د لړم نهمه :
په روزګان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددهراود ولسوالۍ او دترينکوت ښار په ګڼ ميشتو سيموکې نهه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغو نهو ماينونوپه کشفولو او شنډولو سره په دغه جنوبي ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
تراوسه پورې ددغه ناکامې ماين ښخونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ئيز مسوولان ددغې ماين ښخونې عامل وسله وال طالبان بولي .
وسله وال طالبان په افغانستا ن کې په ګڼ ميشتو لارو کې زياتره په بم او ماين ښخونې لاس پورې کوي هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ