
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د چین ولسمشر شي جین پینګ سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له وليعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي په موخه له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو پر ډېرېدو او دوام ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کې همدارنګه ټینګار وشو، چې نړۍ باید افغانستان یوازې پرېنږدي او هلته د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید ګړندۍ هلې ځلې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې چینايي چارواکو تر دې وړاندې هم په وار وار له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د او افغانانو په لاسنیوي ټینګار کړی وو.
افغانمل