روغتیا

په بغلان کې د کرونا ویروس پرخلاف مبارزه ګړندې شوې ده

 کابل د وري ٧ مه باختر
د کرونا ویروس د خپريدو د مخنیوي په خاطر د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار او څوارلس ګونو ولسواليو کې ټول هوټلونه ، عمومي حمامونه ، ورزشي کلپونه بند شول.
د بغلان د امینې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت باخراژانس ته وویل چې د دغه ویروس د خپرېدو د مخینوي په خاطر د عامې روغتیا ریاست، امنیې قوماندانۍ ، ښاروالۍ او د ژوندانه د چاپیریال ساتنې د ریاست په مستقیموهمکاریو سره دغه مبارزه په پلخمري ښاراو څوارلس ګونو ولسوالیو کې په ګن مېشتو سیمو کې د هوټلونو او رستورانتونو د بندولوپه خاطر ترسره  شوه .
د یو بل خبرله مخې؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذکریا ناصري د صوتي، تصویري او کیبلي رسنیو له مسوولانو سره په کتنه کې د عامې روغتیا ادارې پرلارښوونو او د ماسک په استفادې ټینګار وکړ.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته