کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
دوسله والو طالبانو دډلې ١٦ غړي په هلمند کې ديولړ برېدونوپه بهير کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دنهر سراج او دنادعلي په ولسواليو او په لښکرګاه ښار کې برېدونه وشول .
دهلمند دپوليسو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې هوايي برېدونو کې ددرېو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل چې په دغو طالبانو ددوى په پټنځيو برېدونه وشول .
درارسېدلو خبرونوله مخې، په دې برېدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دوسله والو طالبانو څلور پټنځي هم دړې وړي شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، پوليسو دهلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٣ ماينونو په کشفولو سره ديولړچاودنو مخه ونيوله .
ختم_ ج _ اکرم