سیاست

د سعودي عربستان پر تېل وړونکو بیړيو د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

-کابل باخترد زمري دمياشتې ٦ نيټه :
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت په یمن کې د سعودي عربستان پر تېل وړونکو بیړیو برید ترهګریز عمل بولي او غندنه یې کوي.
پرملکي ځایونو، وګړو او کاروباریانو برید د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی، ځکه د ټولنې ثبات، نظم، خوندیتوب او ډاډ له منځه وړي.
دافغانستان داسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او  له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.پاى- ع

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا