امنیت

په هلمند کې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی

کابل / د زمري ۹ / باختر
په هلمند کې په نویونښتوکې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی.
دغه جګړې تېره شپه د لښکرګاه ښار په دوو برخو کې د طالبانو له بریدونو وروسته ونښتې او ترنن سهاره پورې دوام وکړې.
د دغو بریدونوپه بهیرکې پوځيانو د هوايي قواوو په مرسته یولړعملیات ترسره کړي دي.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو یو جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په هلمند کې په نویونښټوکې په قوماندان مشهورملا ضیاالحق په ګډون ۳۴ طالبان ووژل شول او څه نا څه ۱۷ نورټپیان شول.
هغه وویل چې پوځيانو په دې بریالي شوي دي چې د طالبانو بریدونه په شاوتمبوي.
دغه جګپوړى پوځي مقام وايي چې د هلمند د ځينو برخو د پاکولو لپاره د ډاراچوونکو پرضد عملیات زور اخیستي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته