ورزش

د آريا د باسکټبال ټيم د درخشان ټيم ته ماتې ورکړه

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
دهرات د باسکټبال دغوره ليک په سياليوکې چې پرون پيل شوې د آريا او درخشان ټيمونو لوبه وکړ .
دهرات د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل: په دې لوبه د آريا ټيم د پنځوس نيمو په مقابل کې په شپږ پنځوسو سره د درخشان ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دپنځو ټيمونو ترمنځ د شهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې په دوام کې نن د پوهنې داستقلال او سمندر ټيمونه لوبه کوي .
د يوبل خبر له مخې: دهرات ولايت دځوانانو او د تنکيو ځوانانو د فوټبال سياليو پرون مازيګر په دريو لوبو سره  دوام وکړ .
دهرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل:  دتنکيو ځوانانو په دوو لوبو کې لومړۍ د جامې ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره  دهرات باستان ټيم ته ماتې ورکړ او په بله  لوبه کې د پامير او آريا ټيمونو د دوو په مقابل کې په دوو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
دغه راز دتنکيو ځوانانو په دوو لوبو کې د پيام آسيا ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره، رازي ټيم ته ماتې ورکړه .
  دتنکيو ځوانانوسيالۍ د شپږ ويشتو ټيمونو او دځوانانو سياليو د څلور ويشتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته